ټولنه

دبدني روزنې انستيتوت :دوديزې لوبې بايد دخلکو دفرهنګ په توګه معرفي شي

کابل باختر د لړم دمياشتې ٢٤ نيټه  :
دپوهنې وزارت دبدني روزنې انستيتوت آمر او غړو نن داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  له سرپرست سره په کتنه کې له  ده څخه وغوښتل  ، دوديزې لوبې  چې   د دود  دباتورانو په  مرسته درج دي  دافغانستان فرهنګي ټولنې ته معرفي کړي.
دباخترآژانس دخبرله مخې ؛ دپوهنې وزارت دبدنې روزنې دانستيتوت آمر  همايون  عالميان او ددغه انستيتوت غړو نن  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دفرهنګ او هنر  له معين او سرپرست پوهاند محمدرسول باوري  سره په کتنه    کې هغه دوديزې لوبې   چې دباتورانې دود  په کتاب کې   درج دي   فرهنګي ټولنو ته معرفي کړي   چې د هېواد خلک اوفرهنګيان  ددغه کتاب له محتوا  او   له دوديزو ورزشونو څخه   دآتن لوب ، آغش لوب، ژوب لوب  او چل لوب په ګډون دهېواد ځينې  خلک  خبر شي .
پوهاند باوري وويل چې دخلکو دفرهنګ رياست ته دنده سپاري چې ديوه
کميسيون په جوړولو سره دې  دغه لوبې وڅيړې او هغه  دفرهنګي شتمنيو     
يوه برخه اعلام کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته