سیاست

ملي شورا سبا پيليږي

کابل- باختر د کب دمياشتې ١٥
دافغانستان دملي شورا شپاړلسمه تقنيني دوره سبا په رسمي ډول پرانستل کيږي
دباخترآژانس دخبرله مخې : دملي شورا د شپاړلسمې دورې شپږم کال 
دافغانستان ملت ته  ځانګړى ارزښت لري. په اوسنيوشرايطو کې په هېوادکې امنيتي حالت په سم تګلوري کې روان نه دي  اودافغانستان ، پاکستان ، امريکا او چين دڅلور اړخيزو خبرو په نتيجه کې له طالبانو سره دسولې د مخامخو خبرو  زمينه برابره  شوې ده او سربيره پردې  دداعش نوې  جوړه شوې ډله دمنځنۍ آسيا په  ځينو هېوادونو کې ترګوزارونو لاندې ده اوپه افغانستان کې هم دهېواد دجمهور رئيس په  خبره دغې ډلې  په ننګرهار کې  ماتې خوړلې ده .
په راروان پسرلي کې د جګړې دنوي فصل دپيل لپاره  دډار اچوونکو ډلو او دطالبانو تيارى  دافغانستان دخلکو  اساسي ستونزې دي. په دغه شان حالاتواو احوالوکې دخلکو استازي بايد  په انرژۍ اوقوت سره   دملت کور ته  راشي  او دخپلې نمايندګۍ پاتې دوران دخلکو په  خدمت کې تير کړي.
د ملي شورا  د انتخاباتو دترسره کولو او د ټاکنې  دکميټې دکار دپيلولو په خاطر  د جمهوررئيس نوى فرمان هغه نور موارد دي چې  خلک له استازو څخه دخردمندانه او وګړني تصميم هيله لري.
په هرحال  هيلې او پيچلتياوې زياتې دي  وليدل شي  چې دخلکو استازي  څه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته