امنیت

په مهماتو بار باروړونکى موټرپه قندهار کې کشف شو

– کابل / دلیندی ۱۸ / باختر
له نشه يي توکوسره د مبارزې پولیسو نن د قندهار ښار په دريمه ناحیه کې په یوکشفي عملیاتو کې په جنګي مهماتو بار یو مازدا ډوله موټرکشف او ترلاسه کړ.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین د باخترآژانس خبریال ته وویل: په دغه موټرکې د داشکې ۲۰۰۰ ګولۍ، د نارنجک ویشتوونکي او د آر پي جي ۵۰ ګولۍ او د سپکو وسلو۱۷۹۶۰ ګولۍ چې په مهارت سره د جوارو د بوریو لاندې ځای پرځای شوي وو د پولیسو لاس ته ورغلل.
د دغې پېښې په اړه د موټر چلوونکی نیول شوی دی.
د یو بل خبرله مخې، د پولیسو په کشفي عملیاتو کې د ننګرهار په غني خېلو کې ۱۰۳۸۳۰۰ پاکستانۍ کلدارې کشف او ترلاسه شوې دي.
ترلاسه شوې پیسې د نشه يي توکو د قاچاق وړونکو له لوري له هيواد څخه بهر یو صراف ته حواله شوې وې.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته