کابل باختر دزمري يوولسمه :
په هغو چاڼيزو عملياتو کې چې دفراه ولايت په پشت رود ولسوالۍ کې ترسره شول اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول اوپنځه تنه نور ټپيان شول .
په فراه ولايت کې د ٢٠٧ ظفر قول اردو ددويمې پلې لوا قوماندان ميراسد الله کوهستاني دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه عمليات چې له دوو اوونيو څخه راپديخوا دفراه ولايت دپشت رود ولسوالۍ په ځينو سيموکې دوام لري له امله يې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شوې او پنځه تنه نور ټپيان شوي دي .
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونوله مخې د ٢٠٧ ظفر قول اردو دځواکونو په هغو ګډو چاڼيزو عملياتو کې چې پوليس ، اردو او دهوايي کوماندو ځواکونو پکې ګډون کړى و عمليات په برياليتوب سره پرمخ ځي .
دکوهستاني د څرګندونوله مخې ، تراوسه پورې دطالبانو له شتون څخه دچپک او چارمات کلي پاک او امنيتي ځواکونه دپرمختګ په حال کې دي .
0 1 دقیقه لوستل