امنیت

يو سړى په يوه تنکي ځوان دتيري په تور ونيول شو

کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ٢٧ :
هغه سړى  چې په يوه تنکي ځوان يې دجنسي تيري نيت درلود دپوليسو له خوا په  جوزجان و لايت کې ونيول شو.
دجوزجان ولايت داقچې ولسوالۍ  د جزه دکلي   اوسيدونکى  ديرش کلن ستار  دعمل  له ترسره کولو مخکې  لومړۍ   دقومي مشرانو له خوا ونيول شو اوبيا پوليسو ته وسپارل شو.
داقچې ولسوالۍ امنيه قوماندان عبدالعزيز دباختراژانس خبريال ته وويل :کله چې دسيمې سپين ږيرو اوقومي مشرانو غوښتل  دغه مسئله په يوه قومي  غونډه کې حل کړي تورن په ساحه کې  لاسي بم وچاوه او شپږ تنه قومي مشران يې ټپيان  کړل.
ويل کيږي چې تورن اوس دپوليسو په بند کې دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته