امنیت

د لوګر اوسیدونکي په ټول هېواد کې د اور بند او سولې غوښتوونکي دي

پل علم/دغبرګولي ۹/باختر
سره له دې چې په تېره اوونۍ کې امنیتي او دفاعي ځواکونو د طالبانو پر وړاندې له پراخ عملیات خبر ورکړ ، د لوګر له اوسیدونکو یې وغوښتل چې په هغو سیمو کې چې عملیات دوام لري ،ځانونه لرې کړي چې د عملیاتو په بهیر کې زیان ونه ویني .
د باختر آژانس د خبر له مخې، وسله والو طالبانو تېره شپه هم د دولت په وړاندې د طالبانو د نښتو او بریدونو خبر ورکړ او ويې ویل چې طالبان به په دولتي ساحو او پوځي پوستو ډزې وکړي .
د لوګر د مرکز اوسیدونکي په وروستۍ یوې میاشت کې د جګړو له سختوالي چې د پل علم تر ښار پورې رسېدلي دي ، زیات اندېښمن دي چې دولت او طالبان باید د خلکو غوښتنو ته چې اوربند دی هو ووایي .
په پل علم ښار کې یو ګرځنده پلورونکي عصمت باختر اژانس ته وویل :چې جګړې د دوی پر کسب وکار منفي اغېزه کړې ده او هره ورځ چې له کوره د کار تر ساحې ځي په لار کې د جګړو شاهد دی .
د پل علم د ښار اوسیدونکى خالد وویل چې نا امنۍ او هدفمنده ترورونه زیات شوي دي .او د خلکو ورځني کارونه او ژوند يې له ستونزې سره مخ کړی دی .
د لوګر اوسیدونکي د جګړو له دواړو لورو غواړي چې جګړه بس کړي او اوربند وکړي چې په هېواد کې دایمي او سراسري سوله تامین شي .
د لوګر د مرکز یو بل اوسیدونکی محمدالله د لوګر له بد امنیتي اوضاع اندېښمن دی او وایي چې نا امني د پل علم تر ښار پورې رسېدلې ده.
پای شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته