کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ٢٤ :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالباري جهاني نن د ځوانانو د همغږۍ او ځواکمنۍ د شبکې له رئيس او د مشرتابه هيئت له غړو سره په کتنه کې د هغوى غوښتنې او ستونزې واوريدې .
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې:
په دې کتنه کې چې د بشر د حقوقو د خپلواک کميسيون کميشنر عبدالرحمن هوتک او د ولسي جرګې غړي عبدالقادر قلاتوال هم برخه لرله؛ د ځوانانو دهمغږۍ او ځواکمنۍ د شبکې رئيس عنايت ناصر دخبرو په ترڅ کې په بېلابېلو برخو په تېره بيا د کار د زمينې د برابرولو په برخه کې د ځوانانو يولړ ستونزو او غوښتنو، په نورو برخو په تېره بيا په فرهنګي برخو او د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت پورې په اړوندو پستونوکې د ځواکمنو ځوانانو له استعدادونو څخه د استفادې په برخو کې د ځوانانو د ودې په لاره کې پاملرنې ته اشاره وکړه.
دغه راز په دې کتنه کې د دغې شبکې يوشمېر ځوانانو د اطلاعاتو او فرهنګ له وزير څخه وغوښتل چې د دغې شبکې استعداد لرونکو او د زده کړې خاوندو ځوانانو ته د دغه وزارت د ځوانانو د چارو په معينيت کې د کار او فعاليت او د خدمت کولو زمينه برابره کړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير د دغو ځوانانو د غوښتنو اوستونزو له اوريدو وروسته ددې ترڅنګ چې ځوانان يې پياوړى ځواک او دهېواد په ترقۍ اوپرمختګ کې ګټور قشر وباله ، څرګنده يې کړه چې ځوانان د قلم ، کتاب او مطالعې په توان او دهېواد دفرهنګي شتمنيو دپياوړتيا او ملاتړ له لارې په پرله پسې هلو ځلو سره کولاى شي په هېواد کې د پرديو دفرهنګونو د هر راز يرغل مخه ونيسي .
دغه راز د اطلاعاتو اوفرهنګ وزير عبدالباري جهاني دځوانانو داستعدادونو د ودې او د هغوى دغوښتنو دترسره کولو په خاطر ددغه وزارت همکاري او ملاتړ څرګندکړ.
2 1 دقیقه لوستل