کابل باختر د زمري لسمه :
په باميانو ولايت کې پرون دخبريالانو لپاره دمحافظتي روزنيز ورکشاپ پاى ته ورسيد .
دباميانو ولايت دخبريالانو دمصوونيت دکميټې مسوول محمد ظفر بامياني باختراژانس ته وويل چې دغه روزنيز ورکشاپ چې د باميانو په ښار کې دافغان خبريالانو دمصوونيت دکميټې په همکارۍ دانګو موسسې له خوا جوړشو شل تنه سيمه ئيز خبريالان ددريو ورځو لپاره دلومړنيو مرستو لارې چارې ، څرنګوالې ، دامنيتي تدبيرونو دنيولو او دپروګرام او دپيښې له سيمې څخه دمصوون وتلو په بهير کې دمصوونيت او اقداماتو لپاره زده کړې وکړې .
ده ددغه روزنيز ورکشاپ دجوړولو موخه يې دخبريالانو لپاره دساتنې خونديتوب او لومړني مرستې وبلله . ددغه روزنيز ورکشاپ په پاى کې ګډون کوونکو ته دروغتيايي لومړنى مرستې انډې اوستاين ليکونه وويشل شول .
ختم_ عطاالله – اکرم
0 1 دقیقه لوستل