ټولنه

په پکتیکا کې به دایکوېف برنامې په مټ د ځینوښونځیوودانۍ جوړوې شي

ښرنه باخترد چنګاښ د میاشتې ۲۰ مه
د پکتيکا ولايت د پوهنې رياست مسؤلين وايي چې دايکوېف برنامې په پيل سره به په په دغه ولايت کې د هغو ښوونځيو ودانۍ جوړې کړي چې اوس مهال يې زده کوونکي دودانيو دنه شتون له امله تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي.

د پکتيکا ولايت د پوهنې رېيس محمدنسيم واجد باختر اژانس ته وویل چې په دغه ولايت کې دايکوېف برنامې دلومړي ځل لپاره په کار پيل وکړ، چې په کاري لومړيتوبونو کې به يې دهغو ښوونځيو ودانيو رغول وي چې تر دې دمه ودانۍ نه لري.
د ايکوېف د برنامې مشرعبدالغني پکتين وويل، چې دايکوېف پروګرام نوی په پکتيکاکې پيل شوی چې دښوونځيو د ودانيو دجوړولو ترڅنګ به دپوهنې رياست په چوکاټ کې دپوهنې دکيفيت او ظرفيت په لوړولو کې هم پوره همکاري وکړي.
په ورته وخت کې د پکتيکا والي محمد الياس وحدت وايي، چې په دغه ولايت کې دولسونو ذهنيت بدل شوی او خلک غواړي چې په خپلو اولادونو زده کړې وکړي، خو د زده کړو اسانتياو ته جدي اړتيا لري.
وحدت زياتوي چې، په پکتيکا کې ۷۰ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري چې له امله يې د ښوونې او روزنې په بهير بد اغيز کړی.
د ده په وينا د جمهور رېیس له ژمنې سره سم به روان کال کې په پکتيکا کې دنجونې لسو ښوونځيو ته هم ودانۍ جوړې کړي.
ديادونې وړده، چې په پکتيکا کې ۳۴۵ ښوونځي شتون لري چې له ډلې يې اويا په سلوکې ښوونځي ودانۍ نه لري.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته