ټولنه

دافغانستان په لويديځ کې دبشردحقوقو دحالت له امله انديښنه :

کابل باختردچنګاښ دمياشتې ١٥ :

په هرات پوهنتون کې دڅوارلسم علمي لکچر ترسره کول ، دافغانستان دبشردحقوقو دخپلواک کميسيون رييسې ډاکترې سيماسمردهررازتوپيرپه له منځه وړلو او دټولنيزعدالت دتامينولو اودافرادو دبشري حقوقو داحياکولو په لاره کې په هلوځلو باندې ټينګاروکړ.

سيماسمر په دې علمي لکچرکې  چې دسيمه ييزو چارواکو اودهرات پوهنتون داستادانو په ګډون ترسره شو دهرات پوهنتون داستادانواومحصلانوپه غونډه کې دبشري حقوقو دموضوعګانوپه اړوند خپلې نظريې وړاندي کړې .

ددغه علمي لکچر په پيل  کې دهرات والي ډاکتر داودشاه صبا دعلمي غونډو دجوړولو هدف  دروښانفکرانو اوسترو علمي اوفرهنګي شخصيتونو په ګډون دمهمو هيوادنيو اونړيوالو پيښو تحليل وباله .

دهرات والي  په اوسنيو نازکو شرايطو کې دبشردحقوقو په باره کې دغه علمي لکچر ارزښتناک وباله.

په همدې حال کې ډاکترې سيماسمر هم دهيواد راتلوونکي لرليد اودتيرولسو کلونو برياليتوبونه وڅيړل او ويې ويل  دبشرحقوق له هغو انساني ارزښتونو څخه دى  چې دانسانانو په فزيکي شتون اوموجوديت سره  طرحه کيداي شي .

دې  دانسان شتون يو حق وباله اوټينګاريې وکړ چې ټول انسانان  دهر رازتوپير په پام کې نيولو پرته دبشري حقوقو په ارزښتونو کې شامليداي شي .

ددغو علمي خبرو کار دپوښتنو په طرحه کولو اودميرمن سمر له خوا دعلمي ځوابونو په وړاندي کولو سره پاى ته ورسيد.

ديادونې وړ ده له دوو کلونو را په دى خوا چې دهرات ولايت  دمقام په نوښت دعلمي لکچرونو دترسره کولو پروګرام په هرات پوهنتون کې ترلاس لاندې نيول شوى دى   ددغه پروګرام په څوارلسمه علمي دوره کې دهيواد اودنړۍ څوارلسو  مطرحو علمي شخصيتونو ګډون کړي دي او دهيواد اودسيمې دمهمو پيښو په اړوند يې خپلې نظريې وړاندي کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته