سیاست

دجرمني هیواد سفير د ملي وحدت له حکومت سره د خپلو مرستو د دوام ژمنه وکړه

کابل باختر د مرغومي دمياشتې  ١
دغه څرګندونې په کابل کې د جرمني هیواد سفیرمارکوس پوتسل  د اجرائیه ریاست له لومړي مرستیال انجینیر محمد خان سره په مرمرینه ماڼۍ کې د لیدنې پرمهال وکړي  .
داجرائيه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په کابل کې د جرمني سفیر ( مارکوس پوتسل  ) داجرائیه ریاست لومړي مرستیال ته د ملي وحدت له حکومت څخه د جرمني دولت او د خلکو د بشپړ ملا تړ  ډاډ ورکړ .
دجرمني سفیرد اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجینیر محمد خان ته وویل :  افغانان په میلمه پالنه کې ډیرښه تاریخ لري او المان د افغانستان له خلکو او حکومت سره په دې تاریخي ملګرتيا او دوستۍ ویاړي.
د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال د جرمني له سفیر سره د کتنې په وخت کې د جرمني  دولت او د خلکو د مرستوله امله دقدردانې ترڅنګ  وویل چې په تیرو کلونو کې يې له افغان حکومت سره د پام وړ مرستې کړي دي .
داجرائيه رياست لومړي مرستیال د جرمني سفیر ته وویل : تروریزم افغاني پدیده نه ؛ بلکې نړیواله او انسان دښمنه پدیده ده ، چې مشخص پریوه مذهب ، جغرافيه اودین پورې منحصر نه ده  بلکه وحشت اود هشت خپروي  .
انجینیرمحمدخان د جرمني سفیر ته د مننې ترڅنګ ډاډ ورکړچې افغانان به هیڅکله د جرمني هیواد د خلکو مرستې هیرې نه کړي چې په وینا يې د جرمني هیواد په ريښتني توګه افغانانوته ددوستۍ لاس ورکړی دی.
انجینیرمحمدخان جرمني سفیرته په خپلو خبروکې داهم وویل افغانستان له جرمني هیواد سره ډیرې تاریخي اړیکي اودوستي لري .
په پای کې د جرمني سفیر له ۲۰۱۴ کال وروسته  د ملي وحدت له حکومت سره  په روغتیايي ، تخنیکي ، پوځي، اقتصادي ، ټولنیزو ،ښوونې او روزنې  ټرینینګونو اود سلامشورو په برخه کې د خپلو مرستوژمنه وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته