راولپنډيۍ – دى نيوز – باختر دمرغومې دمياشتې ٢٥
د لاهور ښار په پوځي روغتون کې چې ددغه هيواد پخوانى جمهور رييس پرويز مشرف پکې بستر دى اور ولګيد خو مخکې له دې چې پراختيا ومومي د روغتون دکار کوونکو له خوا وژل شوى دى .
دپاکستان خبري منابعو خبر ورکړ ، دغه اور چې د دغه پوځي روغتون په څلورم پوړ کې ولګيد د بريښنا دشارټۍ زيږنده دى .
دپاکستان پخوانۍ جمهور رييس متقاعد جنرال پرويز مشرف په ٢٠٠٧ کال کې دبيړني حالت په نافذولو کې د ده درول په ملي خيانت او د قاضيانو دګوښه کولو په شان د نورو تورونو په سبب تر محاکمې لاندې دى او بهر ته سفر يې هم منع شوى دى .
مشرف ته دمرغومې دمياشتې په دولسمه نيټه د محکمې په لاره کې د زړه تکليف
پيدا شو او د لاهور په ښارکې دپاکستان د وسله وال پوځ د زړه دناروغيو دتشخيص
انسټيټوت ته وليږدول شو او بستر شو .
دمشرف دمحاکمې غونډه مخکې له دې د ده کور ته څيرمه د دوو چاودنو په خاطر
ځنډول شوې وه .
مشرف لومړنى نظامي جنرال دى چې ددغه هيواد په تاريخ کې محاکمه کيږي او که چيرې مجرم وپيژندل شي يا به په مرګ محکوم او يا به بندي شي.