ټولنه

د بريښنا پرچاويوکابل ښاريان انديښمن کړي دي

کابل باختر دليندي دويمه :
دکابل ښارپه زياترو ساحوکې د بريښنا پرچاويوخلک انديښمن کړي دي.
کابل ښاريان د بريښنا په مسوولينو د غې ستونزې ته د نه پاملرنې تور لګوي او وايي چې د بريښنا نشتوالى خلک له زياتو ستونزو سره لاس او ګريوان کړي دي، خو اړونده مسوولين د دغې ستونزې په لرې کولوکې کوم کارنه کوي .
دکابل ښار له بېلابېلوساحوڅخه ځينو دغو ښاريانو دباخترآژانس له خبريال سره په اړيکه کې د بريښنا له مسوولينوڅخه غوښتي دي چې د دوى دکورونو د بريښنا د پرچاويو ستونزې ته دحل لاره پيداکړي .
دباخترآژانس خبريال له پرله پسې هلوځلو سره سره په دې بريالى نه شو چې دکابل ښاريانو دغې ستونزې ته دځواب د وړاندې کولو په خاطر د بريښنا له مسوولينو سره اړيکې ونيسي .
مخکې له دې دکابل بريښنامسوولينو دبريښنا دبرجونو د سيستم دناڅيز ظرفيت په نسبت له کابل ښاريانوڅخه غوښتي و چې د بريښنا انرژۍ دې يواځې دخپلو کورونو د روښانولو لپاره کار واخلي، خو کابل ښاريان د سوند د توکو د بيې د لوړوالي په خاطر د خپلو کورونو د تودولو اوهم دپخلي لپاره د بريښنا له انرژۍ څخه کار اخلي او دا کار د بريښنا د پرچاوى سبب شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته