-کابل باختر د چنګاښ شپاړلسمه :
په بدخشان کې دپوځيانو دبريد له امله دڅلوروتنو تاجکستاني جګړه مارانو په ګډون ديارلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دغه طالبان پرون ناوخته په ارغنج خوا ولسوالۍ کې کله چې په تروريستي فعاليتونو بوخت وو دپوځيانو له کمين سره مخامخ شول .
دبدخشان ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند دباختراژانس خبريال ته وويل چې دپوځيانو په دغه کمين کې دوسله والو طالبانو د ډلې دڅلورو تنو تاجکستاني جګړه مارانو په ګډون ديارلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل: وسله وال طالبان په تروريستي فعاليتونوبوخت وو چې دپوځيانو له خوا پرې بريد وشو .
ويل کيږي چې په دې پيښه کې دسيمې اوسيدونکو او سرتيرو ته زيان نه دى اوښتى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ