ټولنه

په سره رود ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د وه پروژې پرانستلې شوې

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٢٤ :
د٢٣ مليونو افغانيو په لګښت د اوبو رسولو د دوو پروژو کار د ننګرهارولايت په سره رود ولسوالۍ د برسلطانپور او کوز سلطانپور په کليوکې بشپړ او پرانستلې شوې.
دننګرهار ولايت  دکرنې او اوبولګولو  رئيس انجنير شاکرالله شاکر د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د کرنې او اوبو لګولو  وزارت له پرمختيايي بودجې څخه دکابو ٢٣ مليونو افغانيو په ټول لګښت دکرنې رياست ترنظر لاندې د برسلطانپور او کوز سلطانپور د کليو  د اوبو لګولو دوه پروژې  په اوو مياشتو کې بشپړې او ګتې اخيستنې ته وسپارلې شوې.
په دغو پروژوکې له ٢١٢ پلګوټو او د اوبو دکنترول له شلو دروازو سره د اوبو  د ١٢ کيلومترو په اوږدوالي   ويالې سره داحمدزو او جيپور دکليو داوبو رسولو  سيستم  په مدرن ډول احيا کوي.
دغه راز  دننګرهار ولايت استازي عبدالکريم صميم زي وويل چې ددغو پروژو دکار په بشپړيدو سره دسيمې دبزګرانو ستونزې حل کيږي او هم د اوبو دضايع  کيدو مخه هم نيول کيږي .
د دغو مراسمو په پاى کې د سره رود ولسوال سيدعلي اکبر سادات له مدني بنسټونو ، قومي مشرانو او دکرنې رياست له مسوولينو څخه  قدردانې وکړه او ويې ويل چې دهغې پروژې دکار په بشپړېدو سره به دسيمې دخلکو کرنيزې ستونزې  حل شي  ځکه د سره  رود ولسوالۍ په سلو کې اتيا کرنيزه ده  چې ددغې سيمې خلک  په بزګرۍ  او مالدارۍ بوخت دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته