نړۍ

د اوکراين د ختيځ دپوځې عملياتو قوماندان ګوښه کړاى شو

کيف   ايرنا باختر د چنګاښ دمياشتې ١٧ :
د اوکراين جمهور رييس پتر پوروشنکو  ددغه هيواد په ختيځ کې دپوځې عملياتو قوماندان واسيلي کروتوف له خپل مقام څخه ګوښه کړ.
باختر آژانس د نړيوالو خبرځايونو له خولې خبر ورکړ: د اوکراين  د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر پرون په يوې خبرتيا کې اعلام وکړ : بر سره پر دې  کروتوف د  اس  ب  او  په نامه د اوکراين  دامنيت  سازمان د لومړۍ   مرستيالۍ  له مقام څخه  هم ګوښه  شو.
کروتوف د وري په مياشت کې د اوکراين په ختيځو سيموکې د پوځي عملياتو له پيل څخه ددغو عملياتو قومانداني په غاړه درلوده.
پوروشنکو ديو جلا فرمان په ترڅ کې واسيلي ګرتساک داوکراين په ختيځ کې دپوځي عملياتو دقوماندان او ددغه هيواد دامنيت سازمان دلومړي مرستيال په توګه وټاکه.
د اوکراين په ختيځ کې پوځې عمليات د روسيې د پلويو بيلتون غوښتونکو دځپلو لپاره چې د وري د مياشتې له ٢٥ نيټې څخه پيل شوي دي؛ تراوسه پورې د دونتسک او لوهانسک په سيموکې دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته