امنیت

د طالبانو يو قوماندان له څلورو تنو افرادو سره يې په کندز کې ووژل شو

پلخمري باختر دوږي دمياشتې پنځمه نيټه  :
د وسله والو طالبانو يو سيمه ييز قوماندان پرون له څلورو تنو افرادو سره يې د کندز ولايت په چهار درې ولسوالۍ کې ووژل شو.
د پامير د شلمې فرقې وياند ډګرمن غلام حضرت کريمي باختر آژانس ته وويل چې د وسله والو طالبانو د ډلې يو سيمه ييز قوماندان ملا شاه محمد له خپلو څلورو تنو افرادو سره د کندز ولايت په چهاردرې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملياتوکې ووژل شو.
کريمي زياته کړه: په دغو عملياتوکې درې تنه نور وسله وال مخالفين ټپيان شوي دي.
ده زياته کړه: په دغو عملياتوکې د دښمن يوولس سنګرونه له يو موټر سره ويجاړ شوي او دغه راز ٢٥ ماينونه چې د وسله والو طالبانو له خوا ښخ کړاى شوي وو، د افغان پوځيانو له خوا کشف او شنډ کړاى شوي دي.
کريمي وويل: په دغو عملياتوکې د چهاردرې ولسوالۍ د شيخ خيلو، مياخيلو او د بازي خيلو کلي د وسله والو مخالفينو له شتون څخه پاک شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته