امنیت

په هرات کې د طالبانو د دوو جګپوړو قوماندانانو وژل کيدل

کابل باختردلړم  اتمه :
د طالبانو دوه تنه جګپوړي قوماندانان په هرات ولايت کې د ملي اردو د سرتيرو په کمين کې ووژل شول. 
په ملا صبغت او ملا ابو ذر په دې وروستيو وختوکې د هرات ولايت د شينډنډ ولسوالۍ په عزيزي آباد کلي کې د پوځيانوله خوا ډزې وشوې.
د ملي اردو د سرتيرو په دې کمين کې يو بل وسله وال طالب چې له دغو دوو تنو قوماندانانو سره يې ملګرتيا کوله؛ ټپي شوى دى.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد د باختر آژانس له خبريال سره په اړيکه کې د ملي اردو د سرتيرو په کمين کې د طالبانو د دغو دوو تنو قوماندانانو وژل کيدل تاييد کړل.
ده وويل چې په دې پيښه کې يو بل وسله وال طالب هم وژل شوى دى.
فرهاد د طالبانو د دغو دوو قوماندانانو وژل کيدل د هرات ولايت په شينډنډ  ولسوالۍ کې د ډار اچوونکو فعاليتونو د کچې د کمښت اغيزمن وباله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته