ټولنه

په لوګر کې دعمراني پروژو دامنيت دتامينولوپه کار کې ددغه ولايت دخلکو ژمنې .

کابل باختر د لړم نهمه :
په لوګر ولايت کې دانکشافي  پروژو دامنيت دتامينولو په خاطر پرون يوه غونډه وشوه .
  سيمه ئيزو چارواکو په لسګونو تنو قومي مشرانو او په لوګر کې  دوګړنيو شوراګانو استازوپه دغه ولايت کې دټولګټو پروژو دامنيت دتامينولو دڅرنګوالي په باب خبرې وکړې .
په دې غونډه کې  چې په انکشافي پروژو کې  دخلکو دمکلفيت او ددغه ولايت خلکو ته دلوګر ولايت دسيمه ئيزې ادارې دځواب ورکولو تر عنوان لاندې دوګړني  ملاتړ دپروګرام له خوا  جوړه شوې وه په لوګر کې  دوګړني ملاتړ دپروګرام ولايتي مسوول  احمد شاه ددغې غونډې  موخه په اړوندو سيمو کې دانکشافي  پروژو دامنيت په تامينولو کې دلوګر دخلکو رول وباله او له هغوى څخه يې وغوښتل  چې په عملي توګه دخپلو سيمو په ودانولو کې وڼده واخلي .
دلوګر والي محمد حليم فدايي وويل له دې وروسته که چيرې  ددغه ولايت خلک دبيا رغاوني  پروژه غواړي بايد دهغې دامنيت په تامينولو کې کارنده ونډه واخلي ، په دې خاطرچې ددولت وسله وال مخالفان تل دافغانستان دخلکو ددښمنانو پروګرامونه عملي کوي او دپرمختګ او ترقي په وړاندې مزاحمت  پيداکوي چې  دهغوى ددغو ظلمونو په وړاندې زموږ اتحاد اواتفاق زيات اهميت لري .
ده زياته کړه چې په وروستيو دوه نيمو کلونوکې يوزرو سل  ټولګتې  پروژې  په لوګر کې يا عملي شوي دي اوياهم  تر کار لاندې دي چې داپه خپله دخلکو په ژوندانه کې دخلکو دژوندانه په مثبت بدلون کې ددولت دقومي ژمنې څرګندوى دى .
په پاى کې دلوګر دخلکو له خوا دښې حکومتوالۍ او دسم مديريت په خاطر دلوګر والي ته دسروزرو مډال اوستاين ليک ورکړى شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته