سیاست

د جمهور رييس د خواشينۍ پيغام

کابل_باختر_ د ثور د مياشتې ١٢ مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس محمد اشرف غني د ډاډګېرنې او خواخوږۍ پيغام
په ژورې خواشینۍ سره مې خبرترلاسه کړچې د هیواد یو تکړه دیني عالم مولوي عبدالله فیض الباري چې یو وخت یې د قاضي القضات او د سترې محکمې د رییس په توګه او دغه راز د حرکت انقلاب اسلامي ګوند د مرستیال او سرپرست په توګه دندې تر سره کړې وې، د ثور په یوولسمه نیټه وفات شو.
ارواښاد مولوي فیض الباري د هیواد یو مجاهد شخصیت و چې عمر یې د اسلام د مبین دین او ګران افغانستان په خدمت کې تېر کړ.
زه د خپلې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب د ده کورنۍ، دوستانو او ټولو علاقمندانو ته وړاندې کوم . الله تعالی دې یې وبخښي او جنتونه دې یې په نصیب شي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته