امنیت

جمهور رئیس غني د کندز امنیتی وضعیت وڅيړه

کابل_باختر د تلې د مياشتې ٩ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني تېرماښام په توحید مرکزکې د ویډیو کنفرانس له لارې په داسې حال کې چې د ملي امنیت شورا غړو هم حضور درلود، د کندز امنیتي وضعیت وڅيړه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباختر آژانس ته خبر ورکړ:
جمهور رئیس په دې ویډیو کنفرانس کې په کندز ولایت کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو له مشرتابه پلاوي سره خبرې وکړې.
د ځمکنیو ځواکونو قوماندان او د ملي اردو د لوی درستیز معاون جنرال مراد علي مراد او د ۲۰۹شاهین قول اردو قوماندان تورنجنرال عبدالحمید جمهور رئیس غني ته د کندز وضعیت تشریح کړ.
هغوی د کندز په وضعیت کې د وروستیو پرمختګونو او د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د فعالیتونو په هکله جمهور رئیس ته تازه معلومات وړاندې کړل.
جمهور رئیس غني یو ځل بیا هغوی ته لارښوونه وکړه چې له ترهګرو څخه د کندزولایت د پاکولو لپاره د حکومت طرحې عملي کړي.        
جمهور رئیس غني په ټینګار سره په کندزکې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو منسوبینو ته لارښوونه وکړه چې د ملکي تلفاتو د مخنیوی لپاره له خپلو ټولو امکاناتوڅخه ګټه واخلي او د کندز ولايت د اوسېدونکو د ستونزو په حل کې خپلې هڅې ونه سپموي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته