کابل باختر دليندۍ د مياشتې ٩ :
د لغمان ولايت د عامه روغتون د کتلوي آمريت د واکسين د ساتلو خونې تر جوړېدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د باختر آژانس د خبريال د خبر له مخې:
دغه خونه د عامې روغتيا رياست د کتلوي آمريت په انګړکې د نړيوال روغتيايي سازمان لخوا د اتو ميلونو پنځه سوه نهو زرو افغانيو په لګښت په يو کال کې جوړه شوې ده.
دغه ودانۍ پنځلس متره اوږوالى، لس متره سور او اووه متره لوړوالى لري چې د جوړې چارې يې بشپړې او د لغمان د والي عبدالجبار نعيمي، د لغمان د عامې روغتيا روغتون د رييس ډاکترعبدالطيف قيومي، د ولايتي شورا د غړي حاجي ظاهر حسين خيل او يو شمېر نورو چارواکو له لوري د پټۍ په پرېکولو سره ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د يادونې وړ ده چې د دغې خونې لپاره د یوسلو دری اتیا زرو افغانيو په ارزښت يو شمېر د واکسين ساتلو يخچالونه، برقي سامان آلات او يو شمېر نور وسايل هم اخيستل شوي او په دغې خونه کې ځای پرځای شوي دي.#
0 1 دقیقه لوستل