کابل باختر دغويي دمياشتې ١٧ :
د مهاجرينو د راستنولو د چارو وزارت د سرحدي ادارو مسوولينو خبر ورکړ چې په تېره يوه اوونۍ کې ١٧ زره ٩٣٠ تنه افغان مهاجرين د ايران او پاکستان له هېوادونوڅخه هېواد ته راستانه شوي دي.
د مهاجرينو د راستنولو د چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د مهاجرينو د راستنولو د چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دغه مهاجرينو د روان کال د ثور د مياشتې له اتمې نيټې څخه تر پنځلسمې نيټې پورې په خپله خوښه او په غير داوطلبانه ډول هېواد ته راستانه شوي دي.
د تيرې اوونۍ په بهيرکې زيات شمېر مهاجرين د نيمروز ولايت د وريښمو د پله له پولې څخه تېرشوي دي چې شمېر يې ٩ زره ٢٢٣ تنو ته رسيږي او د دې ترڅنګ ٧ زره ٨٩٦ تنه مهاجرينو د ننګرهار ولايت د تورخم بندر له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
د هرات ولايت د اسلام قلعه او د قندهار ولايت د سپين بولدک بندرونه د سرحدي ستونزو په دليل د کم شمېر مهاجرينو د هرکلي مرکزونه وو چې اته تنه د اسلام قلعه بندر له لارې او ٢٦٣ تنه د سپين بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
د مهاجرينو په چاروکې د ملګرو ملتو د سازمان د عالي کميشنرۍ اداره له هر مدرک لرونکي سره د دوه سوه ډالرو او د مهاجرت نړيوال سازمان له مدرک پرته له ځينو راستنو شويوکسانو سره د کابو ديرشو ډالرو مرسته کوي.
0 1 دقیقه لوستل