امنیت

اجرایيه رئیس په ننګرهارکې د پژواک د خبري آژانس پر دفتر برید وغانده

کابل_باختر_ د غبرګولي د مياشتې ٢١ مه:
اجرایيه رئیس ډاکترعبدالله عبدالله په ننګرهارکې د پژواک د خبري آژانس پر دفتر برید په کلکه غندلى دى.
په هغې خبرپاڼه کې چې په دې اړوند د اجراييه رياست د مطبوعاتي دفتر له لارې باختر آژانس ته رسيدلې ده؛ ويل شوي دي:
په خواشینۍ سره خبر شوم چې د بیان آزادۍ دښمنانو په ننګرهارکې د پژواک خبري آژانس دفتر په بم الوځولی دی. په دې بریدکې د پژواک خبري آژانس او امریکا غږ سیمه ییز دفترونه زیانمن شوي دي.
زه د امریکا غږ او د پژواک خبري آژانس چې د هېواد پرمختللې رسنۍ دي، په سیمه ییز دفتر دا برید په کلکه غندم او هغه د بیان پر آزادۍ برید ګڼم. همدارنګه ډاډ ورکوم چې د ملي یووالي حکومت د بیان آزادۍ، د رسنیو او خبریالانو د ژوند خوندیتوب او ترېنه دفاع کولو ته ژمن دی او تل هڅه کوي چې خبریالانو ته په کاري چاپېریال کې سهولتونه رامنځته کړي.
د ننګرهار امنیتي چارواکو ته سپارښته کېږي چې د دې برید په اړه څېړنې وکړي. هیچا ته باید اجازه ورنه کړل شي، چې د بیان آزادۍ، خبریالانو او مطبوعاتو پر وړاندې ستونزې او ننګونې رامنځته کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته