امنیت

په فراه کې دراى ورکونې دمرکزونو امنيت تامين شوى دى .

کابل /دتلې ٣مه /باختر:
دفراه سيمه ييز مسوولان وايي،  دفراه دراى ورکونې دمرکزونو امنيت تامين شوى دى او ډار اچوونکو ته به اجازه ورنه کړى شي چې په دغه ولايت کې دراى ورکونې بهير ګډوډ کړي .
دفراه دامنيې قوماندانۍ وياند محب الله محب باختراژانس ته وويل چې، دنويو پوځيانو او دپوځي پوستو داکمالاتو ځاى پرځاى کېدل دوام لري او دفراه په ولسواليو کې دغه ځاى پرځاى کېدل  هم ترسره کېږي چې پوځيان انار درې ولسوالۍ ته څيرمه له طالبانو سره په جګړه کې بوخت دي او ډېر ژر  به دغه ډلې وځپل شي .
هغه  وويل چې، په دغه ولايت کې دطالبانو له منګولو څخه په نويو نيول شويو ساحوکې انتخاباتي توکي هم لېږل شوي دي . اوله هغه سره جوخت  دانتخاباتو دامنيت دتامينولو په خاطر دپوستو دپياوړتيا په موخه پوځي اکمالات بشپړ شوي دي .
هغه زياته کړه چې  ددښمن هر راز خوځښت ته به غاښ ماتوونکى ځواب ورکړى شي .
ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته