امنیت

يوه نجلۍ په کاپيسا ولايت کې د خپل ورور له خوا ووژل شوه

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ١٩
يوه اوولس کلنه نجلۍ تېره شپه په کاپيسا ولايت کې دخپل ورور له خوا ووژل شوه.
دغه نجلۍ دکاپيسا ولايت دکوهستان دلومړۍ برخې د ولسوالۍ د سيدي د سيمې اوسيدونکې وه چې د خپل ورور له خوا په ډزو سره وژل شوې ده.
دکاپيسا ولايت د امنيې قوماندانۍ د اوپراسيون آمراسد الله حميدي ددغې نجلۍ د وژنې علت کورنۍ دښمنۍ بلل ده او باختر آژانس ته يې وويل: وژونکى د پوليسو له خوا نيول شوى او اوس تر پوښتنې لاندې دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته