امنیت

دبډې اخستنې په تور دهرات دپوليسو دقوماندانۍ ديوه مقام مجازات

کابل باختر د تلې  نهه ويشتمه :
دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ دجنايي جرمونو پرخلاف دمبارزې دمديريت داقتصادي  جرمونو آمر دبډې اخستنې په تور داداري فساد له امله درامنځته  شويو جرمونو دمحکمې له خوا په مجازاتو محکوم شو .
  تورن نن داداري فساد له امله درامنڅته شويو جرمونو دابتداييه محکمې په قضايي علني غونډه کې محاکمه او مجازات شول .
په دې غونډه کې دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ د اقتصادي جرمونو آمر ددغه امريت له يوه غړي او له يوه ملکي وګړي سره چې څه موده مخکې  د بډې اخستنې په تور دامنيتي  ځواکونوله خوا نيول شوي وو، هر يو يې له يوکال او شپږو مياشتو څخه تر لسو مياشتو پورې  په بند او ددوه سوه زرو افغانيو  په ورکولو او دبډې دپيسو معادل په نغدي  جزا محکوم او مجازات شول .
دمحکمې قاضي وايي چې دمحکمې په حکم  دنه قناعت په صورت کې په ټاکلى  موده کې دمحکومانو داستيناف  غوښتنې حق محفوظ  دي .
  ختم_ سعيده _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته