سیاست

دسترې محکمې رييس دبشر دحقوقو او قانون دنړيوال انستيتوت له لوى رييس سره وکتل .

کابل باختر د چنګاښ ديرشمه :
دسترې محکمې رييس قانونپوه  سيد يوسف حليم نن له غرمې وروسته  دخپل  کار په دفتر کې دبشر دحقوقو او قانون دنړيوال انستيتوت له لوى رييس  ويليوم سپنس  سره چې ديوه رسمي  سفر لپاره کابل ته راغلى و ، وکتل .
دسترې محکمې دخپرونو رياست باختر اژانس ته خبر ورکړ.  په دې کتنه کې دسترې محکمې رييس دوروستۍ  لسيزې دپرمختګونو او انکشافاتو  په باب چې زياتره يې دتقنيني چارو په ساحه او ددولت دسياسي  ، نظامي ، اداري او قضايي ساختارونو دجوړولو په برخه کې متمرکز وو،  رڼا واچوله او دغه بدلونونه او اساسات يې په افغانستان کې دموکراسۍ نظام دټينګښت په لاره کې ارزښتناک وبلل .
دسترې محکمې رييس  دغه راز دقضايه قوې په  ساحه کې دبدلونونو دقضايي نظام دجوړښت دبيا څيړنې ، داصلاح او ريفورم  د بهير دپيل ، له اداري فساد  سره دمبارزې او دترلاسه شويو برياليتوبونو  او هم له اداري فساد سره دمبارزې ، دعدليي او قضايي اختصاصي  مرکز دجوړولو ، دقاضيانو دانتصاب د ضوابطو ، په محکمو کې دښځو دمشارکت  او دغه راز دقضايه قوې استقلال په باب چې له هر راز تعرض  څخه خوندى ده هم لازم توضيحات وړاندې کړل اوزياته يې کړه چې قضايه قوه له بل هر وخت څخه زيات دقضايي خدمتونو دوړاندې کولو په لحاظ په ښه حالت کې ده .
په مقابل کې ښاغلي سپنس  دوروستۍ  لسيزې  په تيره بيا دحکومتوالۍ او په قضايي نظام کې دبدلونونو او انکشافاتو په نيت خوښي څرګنده کړه اوژمنه يې وکړه چې حقايق  په پوره امانتداري سره منعکسوي او دنړيوالو په واک کې به ورکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته