اقتصاد

د ځمکني ترانسپورت په لوى رياست کې دافغان ملي بانک نمايندګي پرانستل شوه .

کابل باختر دغبرګولي   نهمه :
دترانسپورت  وزارت دځمکني ترانسپورت دلوى رياست په مرکز کې دافغان ملي بانک نمايندګي  پرانستل شوه .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، مسوولين دځمکني ترانسپورت  په لوى رياست کې دافغان  ملي بانک د نمايندګي ددفتر رامنځته کول داداري فساد پرخلاف مبارزه ، دبريښنايي حکومتوالۍ په رامنځته کولو او په شفاف ډول دترانسپورتي  عوايدودراټولولو کې يو ګام بولي .
  ددغې  نمايندګي دپرانستلو په مراسمو کې دواټ دترانسپورت  مالي او اداري مرستيال او وارثي  کوونکى امام محمدوريماچ او دافغان  ملي بانک   لوى رييس عبدالعزيز  بابکر خيل   دموضوع په اړوند  خبرې وکړې .
  ختم_ عطاالله _اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته