کابل/دزمري ٦مه /باختر :
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست وايي د هېواد د جمهور رييس د فرمان له مخې ؛ټولې تصدۍ په دولتي شرکتونو بدلېږي.
د باختراژانس دخبرله مخې؛ په دولتي شرکتونود اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د تصديو د حقوقي شخصيت د بدلون په خاطر د خبرو په مقصد غونډه نن د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د سرپرست محمد طاهر زهير په مشرۍ اود افغان فلم.، افغانتور، د هوټلونو تصدۍ د رييسانو او د مالېې وزارت د دولتي شرکتونود رييس په ګډون جوړه شوه.
په دې غونډه کې برخه والو د دولتي شرکتونود ارزښت په باب خبرې وکړې.
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست وويل په دولتي شرکتونو د تصديود بدلون موخه د عوايدو لوړول، د دغوبنسټونوپه حرکت راوړل، په کاري بهير کې د اسانتياوو رامنځته کول ، د سيستم جوړول، د زيات کار رامنځته کول او د دغو شرکتونوخپلواکي ده .
هغه رييسانو ته په خطاب کې وويل، په دولتي شرکتونود دغه وزارت د تصديو د بدلون په خاطر ډېر ژر خپلې څرګندې طرحې چمتو کړئ ،
وروسته د مالېې وزارت د دولتي شرکتونو رييس شفيق الله شهراني په دولتي شرکتونو د تصديو د بدلون په بهير کې د اسانتياوو په باب هراړخيز معلومات ورکړل او ويې ويل چې دغه کار د عوايدو د لوړولو او د عوايدو د راټولولو په بهير کې ګټور دى .او د جمهور رييس د حکم له مخې په پام کې ده چې پنځوس تصدۍ په دولتي شرکتونو بدواوړي. ختم _+ج _اکرم
0 1 دقیقه لوستل