امنیت

نهه تنه يرغلګر ووژل شول

فراه/ باختر د غبرګولي  نهمه :
نهه تنه وسله وال يرغلګر په فراه ولايت کې له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول .
په دغو وسله والو طالبانو نن سهار کله چې په بالابلوک ولسوالۍ کې په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو، بريد وشو .
د فراه ولايت يو پوځي قوماندان باخترآژانس ته وويل چې په دې جګړه کې نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول  .
ويل کيږي په دې جګړه کې سرتيرو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
  په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې په فراه ولايت کې پوځيان د طالبانو د جنګي وسايلو د شپږو ډيپوګانو په کشفولو بريالي شوي دي .
  دغه ډيپوګانې پرون ناوخته د بکواه په ولسوالۍ او د فراه ښار ته څېرمه کشف شوې او له هغو څخه يوه اندازه جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته