ورزش

د نوولس کلنو او شپاړس کلنو ځوانانو د فوټبال ټيمونو سيالۍ وکړې

کابل  باخترد  ثور  دمياشتې  ١٦ :
دفوټبال نمايشي سيالۍ نن په کابل کې پيل شوه.
دباخترآژانس دخبر له مخې: په دې سيالۍ کې د هيواد دفوټبال فدراسيون د اتلس کلنو او شپاړس کلنو ځوانانو دفوټبال لوبغاړو په شنه ډګرکې په نمايشي توګه سيالۍ و کړې.
ديو بل خبر له مخې : د فوټبال انتخاباتي سيالۍ سبا په کابل کې پيليږي.
دهيواد د فوټبال فدراسيون دخپرونو آمر مرتضى دانش باخترآژانس ته وويل: په دغو سياليوکې دکابل ښارڅلورو ټيمونو د شير دروازې ، شير پور، تاق ظفراو بالا حصار ټيمونه ګډون کوي چې د ګول پروژې په شنه ډګرکې  به درې ورځې سيالۍ و کړي.
خبرځاى ددغوسياليو د ترسره کولو هدف د غوره څيرو پيژندل او د افغانستان روشن دغوره ليګ سياليو ته معرفي کول و بلل او ويې ويل: ټا کل شوې ده ددغو سياليو په لومړۍ ورځ د شير پور ټيم له شير دروازې ټيم او د بالا حصار ټيم د تاق ظفر له ټيم سره سيالۍ وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته