امنیت

په قندهارکې د اوو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

کابل باختر دوري دمياشتې ٢٧ :
اووه تنه وسله وال طالبان په قندهار ولايت کې په نويو نښتوکې ووژل شول.
په دغو طالبانو نن سهار د سپين بولدک ولسوالۍ بازار ته څېرمه بريد وشو.
د افغانستان په جنوب کې يوه پوځي قوماندان د باختر آژانس خبريال ته وويل؛ چې په دې جګړه کې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل: وسله والو طالبانو کله چې غوښتل په واټ کې ماين ښخ کړي؛ د پوځيانو له  خوا پرې بريد وشو.
ويل کيږي په دې نښته کې  سرتيرو او د سيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى.
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې پوځيانو په قندهار ولايت کې د جنګي وسايلو د دريو ډپيوګانو په کشفولو بريالي شول.
دغه ډيپوګانې د ارغنداب او ژيړي په ولسواليوکې د طالبانو په پټنځي کې ساتل کيدلې.
د قندهار يو پوځي مقام وايي چې له دغو ډيپوګانوڅخه څوجنګي وسايل او د طالبانو يوه اندازه نشه يي توکي ترلاسه شوي دي.
د دغو پيښو په تور څوک نه دي نيول شوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته