امنیت

په افغانستان کې دماين قربانيان دنړۍ له نوروهېوادو څخه زيات دى .

پراګ  باختر د ليندى  دريمه :
  له ماينونوسره دمبارزې دنړيوالې ادارې درپوټ له مخې په افغانستان کې دماين قربانيان دنړۍ دنورو هېوادو په پرتله  زيات دي .
ددغې ادارې په رپوټ کې ويل شوي دي په  ٢٠١٥ ميلادي کال کې په  افغانستان کې  دماينونو په چاودنه کې  څه ناڅه ١٣١٠ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
ددغې ادارې درپوټ له مخې په ټوله نړۍ کې په ٢٠١٥ کال کې دماينونو دقربانيانو شمير لوړې کچې ته رسيدلى او دتير يوه کال په انډول يې په سلوکې ٧٥ زياتوالي ښيي .
په نړۍ کې په تيرکال کې دوژل شويو او ټپيانو شمير ٦٤٦١ تنو ته رسيدلى دى
له ماينونو سره دمبارزې نړيوالې ادارې ويلي دي دماينونو زيات قربانيان په افغانستان ،عراق ، سوريه ، ليبيا ،اوکراين او يمن کې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته