کابل باختر دغبرګولې شپاړلسمه
دپوهنې وزارت دمشرتابه هيئت دډاډ ګيرنې پيغام .
په ژور خپګان سره موخبر ترلاسه کړ دهغې چاودنې له امله چې په دې وروستيو وختو کې دکابل پولي تخنيک پوهنتون ددروازې په وړاندې وشوه د افغانستان بانک دشريعت دبورد رييس ، دپوهنتون استاد او ددين عالم قاري عبدالرووف شهيد شو .
انالله و انااليه راجعون
دپوهنې وزارت دمشرتابه هيئت په داسې حال کې چې ددغه ديني عالم او دعلمي او وګړني شخصيت دشهادت له امله دده کورنى ته د ډاډګيرنې مراتب وړاندې کوي دلوى خداى( ج ) له دربار څخه شهيد قاري ته دفردوس جنت اوپاتې کسانو او دوستانو ته يې دجميل صبر هيله کوي .
د ډاکتر صميم کورنى هېواد ته خادمه اوعالمه کورنۍ ده چې دلوى خداى ( ج ) له دربار څخه هيله کوو چې دروژې په دې مبارکه مياشت کې دوى ته ستر اجر ورپه برخه کړي .
دپوهنې وزارت مشرتوب په دې غم او خپګان کې ځان له دې کورنۍ سره شريک بولي . ختم_ عطاالله _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل