کابل باختر د ثور اوومه :
څلور تنه پاکستاني طالبان په نورستان ولايت کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول .
دغه جګړه نن سهار دوانت وايګل ولسوالۍ بازار ته څيرمه هغه وخت ونښته چې يوې ډلې يرغلګرو دپوځيانو دسپرلۍ په کاروان بريد وکړ .
دافغانستان په ختيځ کې دسرحدي پوليسو يوه جګپوړي قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې جګړه کې څلور تنه پاکستاني طالبان ووژل شول .
ده وويل چې په يرغلګرو دپوځيانو په کاروان دبريد په وخت کې ددوى له خوا ډزې وشوې .
ويل کيږي چې په دې نښته کې پوځيانو اوملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ