کابل باختر دليندى اوولسمه :
دحج او اوقافو وزارت خبرتيا
دحج او اوقافو وزارت په پرتم سره داسلام دستر پيغمبر ، دبشريت دناجي حضرت محمد مصطفي (ص ) دنيکمرغه ميلاد ددرناوي په مقصد دروان هجري لمريز کال دليندۍ دمياشتې له شلمې نيټې څخه تر شپږ ويشتمې نيټې پورې ، د شنبې له ورځې څخه دجمعې تر ورځې پورې چې دربيع الاول دمياشتې له لسمې نيټې څخه تر شپاړلسمې نيټې پورې کيږي درحمت اللعالمين داوونۍ په نامه نومولى دى .
له دې امله دجوماتونو او حسينيو له ټولو امامانو ،خطيبانو او واعظانو ، ټولنيزو او فرهنګي بنسټونو ، علمي مرکزونو ، دولتي ارګانونو ، رسنيو او ديندارو هېوادوالو څخه غوښتنه کيږي چې دويناوو دغونډو په جوړولو ، دکلام الله مجيد په ختمونو، دسيرت ويلو په غونډو او دعلمي سياليو په ترسره کولو سره دغه مهم ديني مناسبت ونمانځي .
0 1 دقیقه لوستل