کابل / د غويي ٢٥ مه / باختر
له راستنېدونکو او کورنيو بې ځايه شويو سره د مرستې د همغږۍ غونډه د کابل او له دغه ولايت سره د همکارو موسسو ترمنځ جوړه شوه.
د کابل ولايت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ؛ په دې غونډه کې لومړى د کابل د مهاجرينو د راستنولو چارو رييس له راستنېدونکو او کورنيو بې ځايه شويو سره د موسسو د مرستو د وېش او فعاليتونو په اړه معلومات ورکړل او د خوراکي او روغتيايي مرستو د وېش په خاطر يې له همکارو موسسو څخه مننه وکړه.
وروسته د دغو موسسو استازو د سملاسي بشري مرستو او خدمتونو په اړوند د خپلو فعاليتونو او راتلونکو پلانونو په اړه معلومات ورکړل او ژمنه يې وکړه چې له راستنېدونکو او بې ځايه شويو سره زياته مرسته کوي.
د کابل د ټولنيزو چارو مرستيالې حنيفې ګيرو وال د دغو موسسو د همکاريو له امله قدرداني وکړه او د هغوى د زياتو مرستو غوښتنه يې وکړه.
ختم – ج – اکرم