امنیت

د داعش يو جګپوړى قوماندان له خپلو لسو تنو افرادوسره په بلخ کې ونيول شو

کابل باختر د کب دمياشتې  ١٧ :
دداعش دډلې يو جګپوړى قوماندان له خپلو لس تنو افرادوسره يې په بلخ ولايت کې دپوځي عملياتو په بهيرکې ونيول شو.
په مولوي محراب الدين تيره شپه ناوخته په چمتال ولسوالۍ کې دده په پټنځي بريد وشو.
دکوماندو دځواکونو وياند احمد  جاويد سليم باخترآژانس ته وويل ؛ په دغو عملياتو کې چې دبلخ ولايت  په چمتال ولسوالۍ کې  د داعشيانو په يوه مرکز ترسره شو  دداعش دډلې  جګپوړى قوماندان مولوي محراب الدين له خپلو لسو تنو افرادوسره يې ونيول شو.
ويل کيږي چې مولوي محراب الدين په بلخ کې د داعش  دفعاليتونو دپراختيا
لپاره ګومارل شوى و.
د کوماندو دځواکونو وياند  وايي  چې په دغو شپنيو ځانګړو عملياتو کې  يوه اندازه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي او دډاراچوونکو يو مرکز هم له منځه وړل شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته