سیاست

جمهور رئيس احمدزي د نيکمرغه لوی اختر لمونځ د ارګ په جامع جومات کې ادا کړ

کابل باختر د تلي دوولسمه :
د افغانستان جمهور رئيس ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي د شنبې د ورځې په سهار د تشريفاتوګارد له معاينې وروسته د نيکمرغه لوی اختر لمونځ د ارګ په جامع جومات کې اداکړ .
دجمهوري رياست مطبو عاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
د افغانستان جمهور رئيس ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي د نيکمرغه لوی اختر د لمانځه له ادا کولو وروسته، له لمونځ کوونکو سره روغبړ وکړ او د نيکمرغه لوی اختر له امله يې هغوی ته مبارکي وويله.
جمهوررئیس ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي بیا په خپله اختریزه وینا کې د افغانستان مسلمان ولس او د نړۍ مسلمه امت ته د لوی اختر مبارکي وويله او د لوی خدای له درباره یې په هېواد کې د سراسرۍ سولې  او امنیت د ټینګښت غوښتنه وکړه.
جمهور رئیس احمدزي د افغانستان له پخواني جمهور رئیس حامدکرزي څخه د افغانستان د ټول ملت او سیاسي قشر په استازیتوب مننه او قدرداني وکړه، وې ویل: (( جمهور رئیس کرزي د دې زمینه برابره کړه چې د افغانستان په ویاړلي تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د افغانستان د خلکو د ارادې پر بنسټ له یو منتخب جمهور رئیس څخه بل منتخب جمهور رئیس ته  ملي اقتدار په سوله يیز ډول انتقال شي.))
ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي له ډاکتر عبدالله عبدالله څخه د مننې په ترڅ کې وویل: (( د ملي وحدت د حکومت له شریک ډاکتر عبد الله عبدالله څخه قدرداني کوو چې د ملت غوښتنې یې ومنلې او دا یې ثابته کړه چې د افغانستان ملت یو موټي او واحد ملت دی او هیڅکله هم د پردیو په توطیه نه بې اتفاقه کیږي .))
جمهوررئیس احمدزي د اختر فضیلت ته د اشارې په ترڅ کې وویل: (( د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد (ص)  د اختر په ورځوکې جګړه منع اعلان کړې وه او د عربو په ټولو جزیروکې د اختر په ورځوکې جګړې بندې وې.))
د هېواد جمهور رئیس څرګنده کړه: (( ټولو سیاسي مخالفینو ته په واضیح توګه وایو چې جنګ د افغانستان د ستونزې د حل لاره نه ده. یوه بین الافغاني دوامداره سوله د حل یوازینې لاره ده او ضروري ده چې هر سیاسي اختلاف په سیاسي لارې حل شي.))
ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي د هېواد د وسله وال پوځ د منسوبینو له فعالیتونو او د هغوی له شهادتونو او قربانیو څخه د قدردانۍ په ترڅ کې وویل: (( امنیت او سوله د یوبل مخالف نه دي، د یوبل متمم دي. موږ په هېواد کې د تل پاتې سولې د ټینګښت لپاره کلکه اراده لرو.))
د هېواد جمهور رئیس خپلو لومړنیو فعالیتونو ته د اشارې په ترڅ کې وویل: ((‎ د ملي وحدت حکومت خپلې لومړنۍ ژمنې ترسره کړې. د کابل بانک دوسیه مو بیا پرانیستله، د امنیتي چارو او امنیت د ښه والي  لپاره مو اقدام وکړ. موږ غواړو د لوی خدای په نصرت د افغان ولس غوښتنو ته ځواب و وایو او دا په عمل کې ثابته کړو چې موږ د دې ولس رښتیني خادمان یو.))
د نيکمرغه لوی اختر د لمانځه په مراسمو کې چې د ارګ د جامع جومات د امام په امامت ادا شو د هېواد پرجمهور رئیس سربیره د جمهوري رياست لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم، د جمهوري ریاست دویم مرستیال سرور دانش، د حکومت اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله عبد الله، د هغه مرستیال محمد محقق، د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامدکرزي، د کابینې او ملي شورا ځینو غړو، یو شمېر جهادي رهبرانو، د عالمانو د سراسري شورا رئیس، علمي او فرهنګي شخصیتونو، دکابل ښار مخورو، په کابل کې د اسلامي هيوادونو ځینوسفيرانو او د وسله وال پوځ  یو شمېر جنرالانو اوجګپوړو افسرانو برخه لرله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته