سیاست

د ايران د نوي جمهوررييس پر برياليتوب د ملي مصالحې عالي شورا اعلاميه

کابل / د غبرګولي ۳۰مه / باختر
د ايران اسلامي جمهوريت د منتخب جمهوررييس په توګه د حجت الاسلام و المسلمين سيد ابراهيم رييسي د برياليتوب له امله مبارکي وايوو.
افغانستان او ايران دوه ګاونډي ورونه د يو د ين او فرهنګ او ژبې لرونکي هېوادونه دي چې ښې او نېکې تاريخي اړيکې لري. هيله من یوو د ابراهيم رييسي په برياليتوب سره چې په فرهنګي، اقتصادي، د نشه يي توکو له قاچاقو سره د مبارزې، له تروريزم او ډار اچونې سره د مبارزې په برخو کې د دواړو دولتونو او ملتونو ترمنځ اړيکې له پخوا زياتې پراخې او پياوړې شي.
د ايران اسلامي جمهوريت منتخب جمهوررييس ته د الله (ج) له درباره د برياليتوب او د ايران اسلامي جمهوريت دوستو او ورونو خلکو ته د نېکمرغۍ او بريالتيوب هيله لرو.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته