خبرونهورزش

په پکتیا کې د قول اردو لوبډلې د والیبال پيل شویو سیالیو د اتلولۍ جام وګاټه

 کابل، د چنګاښ ۱۲ مه، باختر

د پکتیا په احمد آبا ولسوالۍ کې د ( شکر چې امن دی) تر عنوان لاندې د والیبال پیل شوې سیالۍ د قول اردو لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

دغه سیالۍ د پکتیا د ورزش ریاست تر چتر لاندې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې، چې پنځه ورځې یې دوام وکړ.

د پکتیا د ورزش ریاست مشر وايي، چې پایلوبې ته قول اردو او احمد آبا لوډلو لاره پيدا کړه، په خبره یې، قول اردو لوبډله وتوانېده چې احمد آبا لوبډلې ته ماتې ورکړي او د اتولۍ جام په خپل نوم کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان اسلامي امارت چارواکو ویلي چې ورزش ته به ځانګړې پاملرنه کېږي.

س. صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته