کابل باختر د مرغومي يوويشتمه :
په کابل کې دنجونو دفوټسال سيالۍ نن په څلورولوبو سره دوام مومي .
دفوټبال فدراسيون دفوټسال کميټې اداري مسوول ابراهيم توسلي دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې پړاو کې داستقلال ټيم له اريانا ټيم سره ، دتحصيلاتو ټيم له افغان کلپ ټيم سره او دکابل دځوانانو ټيم دعرش له ټيم سره او دعدالت ټيم دحمايت له ټيم سره لوبه کوي .
دنجونو دفوټـسال سيالۍ يوه اوونۍ مخکې داتو ټيمونو په ګډون دهېواددفوټبال فدراسيون په جمنازيوم کې پيل شوې دي چې په پرونيولوبو کې دحمايت ، عرش ، استقلال او افغان کلپ ټيمونو په خپلو سيالانو بريالي شوي دي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ