امنیت

د کورنيو چارو وزير د پوليسو خاص قطعات د ظرفيت خاوندځواک وباله

کابل باختر دوري  دمياشتې ١٣ :
د کورنيو چارو وزير نن دپوليسو دځواکونوخاص قطعات وکتل او د دغو ځواکونو بريالي کړنې يې وستايلې.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
د کورنيو چارو وزير نورالحق علومي په دې بيان سره چې دپوليسو دخاصو قطعاتو ځواکونه د هېواد دامنيتي ځواکونو د لوړ ظرفيت او ځواکمنۍ بيلګې بلل کيږي؛ څرګنده کړه چې د پوليسو د ځواکونو له پياوړتيا سره جوخت د دغو ځواکونو مسووليتونه هم پراخ شوي دي او د خلکو او دولت هيله دا ده چې دغه ځواکونه له امنيتي چلنجونو او د دښمنانو له توطيوسره دمقابلې لپاره په تجهيزاتي او تعليمي لحاظ زيات تيارى ولري .
دکورنيو چارو وزير په همدې حال کې د پوليسو دخاصو قطعاتو د پوځي تمرينونو بهيرچې په هغه کې په ښارونوکې د ډله ييزو تروريستي بريدونو د شنډولو څرنګوالى  نندارې تنه وړاندې شوى و؛ وکوت او د عملياتو په ترسره کولوکې يې د پوليسو د خاصو  قطعاتو د ځواکونو  د عمل چټکتيا او محاربوي تيارى وستايل او ويې ويل: دافغانستان د خلکو دښمنان دې بايد په دې پوه شي چې د هېواد زړور  امنيتي ځواکونه په کلک هوډ او ارادې سره د هېواد ځمکنۍ بشپړتيا او د ملي نواميسو دفاع او دخلکو دامنيت تامينولو ته چمتو دي او د هرې ورځې په تيريدو سره لاپسې پياوړي، مجرب او د زده کړې خاوندان کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته