ټولنه

په سمنګانو کې سلګونو کورنيو مرستې ترلاسه کړې

کابل/ د سلواغې ١٣ / باختر:
افغاني سرې مياشتې په سمنګانو کې له سلګونو اړو کورنيو سره د خوراکي توکو او ژمنيو جامو مرسته وکړه.
د رارسېدلو خبرونوله مخې؛ دغه کورنۍ له زياتو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او مرستې ته اړتيا لري.
د سمنګانو د سرې مياشتې رييس نجيب الله علي پور باخترآژانس ته وويل؛ په دې پړاو کې له ٦٤٠ کورنيو سره وريج، غوړي، بوره، لوبيا ، د بانجانو رب، او د ژمنيو جامو مرسته وشوه.
هغه وويل: په سمنګانو کې له اړو کسانو سره د مرستې بهير دغه شان دوام لري.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته