ټولنه

يو ښځې او ميړه يې ځانونه ووژل

کابل = باختر دوږي دمياشتې ٢٦
يوې ښځې او د هغې ميړه پرون مازيګر په هرات ولايت کې له ناندرو وروسته د زهرو په خوړلو سره ځانونه ووژل .
دهرات د حوزوي روغتون ويندوى محمد رفيق شيرزاد باختر آژانس ته وويل: دغې ښځې او ميړه يې چې له ديرشوکلونو څخه لږ عمر يې درلود؛ دکوما په حالت کې له هغه وروسته چې روغتون ته وليږدول شول؛ ساه ورکړه.
دهرات ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر عبدالحميد حميدي وويل: دغه دوه تنه چې ددغه ولايت د پل مالان اوسيدونکي وو؛ له ناندرو وروسته په ځان وژنې لاس پورې کړ.
ديوبل خبرله مخې: يوه څلورکلنه نجلۍ په هرات ولايت کې له جنسي تيري وروسته پرون مازيګر ووژل شوه.
ددغې نجلۍ مړى پرون مازيګر د هرات ښار دباغ دشت له ساحې څخه دهرات حوزوي روغتون ته وليږدول شو .
ده دغه راز وويل: په دغې نجلۍ په جنسي تيري برسيره د هغې په ستونې کې د زندې کيدو نښې هم ليدل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته