سیاست

ډاکتر کمال سادات وستايل شو.

کابل باختر دزمري  يوولسمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارومعين او سرپرست ډاکتر کمال سادات  نن دهېواد دسياسي ګوندونو او دمدني بنسټونو دمتحد ملي انسجام دکميسيون له خوا  وستايل شو .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، دهېواد دسياسي ګوندونو او دمدني بنسټونو دمتحد ملي انسجام دکميسيون رييس محمد ابراهيم رحيمي او ددغه کميسيون يوشمير غړي داطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته ورغلل او ددغه وزارت له سرپرست ډاکتر کمال سادات سره په يوه غونډه کې يې هغه يو فعال فرهنګي شخصيت  وباله او هغه يې دهېواد دځوانانو داستعدادونو دودې لپاره دښو زمينو دبرابرولو په لاره کې مخکښ وباله .
په دې غونډه کې محمد ابراهيم رحيمي وويل: هغه څه چې د ډاکتر کمال سادات له خوا تراوسه پورې دهېواد ځوانانو ته دزده کړې دزمينې دبرابرولو او په مدني اوسياسي حرکتونو کې دوندې اخستنې لپاره دځوانانو دهڅونې په لاره کې ترسره شوي دي ددغه کميسيون غړو ته دستاينې وړ  دي .او موږ  دفرهنګ   دودې اوهم دهېواد په سياسي ، اقتصادي ټولنيزو  ، دفاعي او امنيتي برخوکې دځوانانو درول دپراختيا ملاتړ کوو .
په دې غونډه کې ددغه کميسيون دستاينې لوحه دمحمد ابراهيم رحيمي له خوا ډاکتر کمال سادات ته ورکړى شوه .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين او سرپرست  دهېواد دسياسي ګوندونو او دمدني بنسټونو دمتحد ملي انسجام له کميسيون څخه قدرداني وکړه او دهېواد دسياسي ګوندونو او دمدني بنسټونو دملي متحد انسجام په لاره کې ددغه کميسيون نيتونه زموږ دهېواد دخلکو په ګته وبلل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته