سیاست

اجرائيه رئيس په افغانستان کې داستراليا له سفير سره دمخه ښې کتنه وکړه

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ١٩ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت  اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله پرون په
افغانستان  کې داستراليا له سفير متيواندرسن  سره دمخه ښې  کتنه وکړه. داجرائيه رياست دوياند دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
ددوست هېواد سفير اندرسن په افغانستان کې دبريالي خدمت له يوې  دورې وروسته بيرته استراليا ته ستنيږي.
په دې کتنه کې  اندرسن  دافغانستان او استراليا  اړيکې پياوړې ، ټينګې او دوستانه وبللې  ، اندرسن په افغانستان کې دخپل کار دوره بريالۍ  او ګټوره  وبلله .
په افغانستان کې داستراليا سفير دخپلو  خبرو په دوام زياته کړه چې هېواد يې   له افغانستان سره خپلو مرستو اوشتون ته دوام ورکوي.
اجرائيه رئيس په افغانستان کې داستراليا دمرستو او قربانيو له امله  په مننې او
قدردانۍ سره ددغواړيکو په  پياوړتيا او پراختيا کې داندرسن  رغنده رول وستايه.
اجرائيه رئيس هيله وکړه چې ددواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې له پخوا زياتې
پراخې او پياوړې شي .
دهېواد اجرائيه رئيس دغه راز  اندرسن ته په راتلوونکو دندو کې دبرياليتوب او سرلوړۍ هيله وکړه .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته