اقتصاد

په ننګرهار کې دګمرک دودانۍ او داوسپنې دپټلي د تم ځاى دپروژو کار پيل شو .

کابل _ باختر دمرغومي شپاړسمه :
دننګرهار ولايت دتورخم _ جلال اباد دلويې لارې دحصار شاهي په سيمه کې دګمرک دودانۍ اوداوسپنې  پټلي دتم ځاى دجوړولو کار دماليې دوزير حضرت عمر زاخيلوال له خوا پيل شو .
  دباختر اژانس دخبر له مخې، دماليې وزير ددغو پروژو دکار له پرانستلو وروسته په جلال اباد ښار کې په يو خبري کنفرانس کې وويل چې دګمرک  ودانۍ په زر جريبه ځمکه کې  او داوسپنې دپټلۍ ودانۍ  په پنځه سوه جريبه ځمکه کې  جوړيږي .   ده وويل په لومړي پړاو کې به دانګړ ډيوال  جوړ شي او ددغو دوو پروژو دپاتې برخو کار به يې په اوږدمهال  وخت کې ترسره شي .
دماليې وزير ددغو پروژو دلګښت په باب معلومات ورنه کړل خو وي ويل چې داوسپنې پټلۍ به دتورخم له بندر څخه دجلال اباد تر ښار پورې وغځول شي .
ده وويل:  دغه پروژې دهيواد داقتصاددپرمختګ لپاره ډيرې مهمې او حياتي دي .  ده دګمرک  په ادارو کې دفساد شتون رد نه کړ خو زياته يې کړه چې د تورخم او جلال اباد په ګمرکونو کې  دعصري ماشينونو او سامان الاتو په درولو سره تر يوې اندازې پورې داداري فساد مخه نيول شوې ده .
دماليې وزير دګمرک بيلابيلې څانګې او دغه راز هغه تجهيزات چې دتجارتي مالونو دليږدونې لپاره درول شوي دي هم وکتل .
دماليې وزير وويل  چې ددغو ماشينونو په درولو سره څه ناڅه دوه نيم مليونه افغانۍ ددولت بودجې ته ګټه رسيدلې ده او دغيرقانوني صادراتو او وارداتو مخه  هم نيول شوې ده .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته