امنیت

په ارزګان کې دنهو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل.

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٢٣
په ارزګان ولايت کې د دوو جلا جلا نښتو په بهير کې نهه تنه وسله وال طالبان  ووژل شول او شپږ تنه نور ټپيان  شول .
دغه جګړې تيره شپه د دهراود ولسوالۍ او د ارزګان ولايت دمرکز ترينکوټ ښار
په مربوطاتو کې ونښتې  .
لومړۍ جګړه دترينکوټ ښار په مربوطاتو کې هغه وخت ونښته چې يوې ډلې وسله والو طالبانو دسرتيرو د سپرلۍ په يو موټر بريد وکړ .
د ارزګان ولايت دامنيې قوماندانۍ يوه مسوول باختر آژانس ته وويل :  په دې نښته کې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نوريې ټپيان شول .
دويمه  جګړه دتيرې شپې په نيمايي کې د دهراود ولسوالۍ بازار ته څيرمه له هغه وروسته ونښته چې امنيتي مامورينو دوسله والو طالبانو په يوه پټنځي بريد وکړ .
د ارزګان ولايت ددغه امنيتي مسوول  دڅرګندونو له مخې :  په دې پيښه کې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نوريې ټپيان شول .
ويل کيږي چې ددغې ډلې يو سيمه ييز قوماندان هم ددغې نښتې په وژل شويو کسانو کې شامل دى  . ددغې نښتې په پاى کې پوځيانو د وسله والو طالبانو څو سپک او درانده جنګي وسايل هم ترلاسه کړي دي .
له بلې خوا دسيمې مسوولين وايي چې په  دغو دوو نښتو کې پوځيانو او ملکي  وګړوته زيان  نه  دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته